د کابل ښار د دويمې حوزې ابتدائيه محکمې سرپرست رئیس د امنيتي حوزو له مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۲:۸
د کابل ښار د دويمې حوزې ابتدائيه محکمې سرپرست رئیس د امنيتي حوزو له مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادالأولی میاشتې په ۵مه نېټه د کابل ښار د دویمې حوزې ابتدائیه محکمې سرپرست عمومي رئیس محترم مفتي هدایت الله (رحماني) د جزا او امنیت عامه دېوانونو د محترمو رئیسانو په ملتیا د یاد زون اړوند د امنیتي حوزو له آمرینو او د کشف او جنائي له مدیرانو سره د دې محکمې د مقام په دفتر کې د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
ياده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې محترم مفتي رحماني د شته ستونزو او هغه مواردو چې دوسیو ته د رسېدنې پر مهال د ځنډ لامل کېږي، مظنونینو او د حقوقو د مراعاتولو په هکله د امنیتي حوزو له مسؤولینو سره تفصیلي خبرې وکړې او دوی ته یې په دې برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په دوام د امنیتي حوزو مسؤولینو د ابتدائیه محکمې د سرپرست رئیس لارښوونې به عملي او په اړوند مواردو کې به له محاکمو سره د اصولو مطابق پوره همکاري کوي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی