د بلخ محاکمو د دوو اونيو په ترڅ کې د (٤٤٥) دوسیو په حل او فصل سربېره (٢٩٦) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۱۱
د بلخ محاکمو د دوو اونيو په ترڅ کې د (٤٤٥) دوسیو په حل او فصل سربېره (٢٩٦) وثیقې هم اجرا کړې دي


د بلخ ولايت مرافعې محکمې، د زون نظامي محکمې، د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو په قضائی او حقوقي برخو کې د (٢٩/ ٣/ ۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ١١/ ٤/ ١٤٤٥ هـ ق کال) نېټې پورې د (٤٤٥) دوسيو په حل او فصل سربېره (٢٩٦) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئیات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولايت محاکمو ته په حقوقي برخه کې (٢٥١) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (٤٩) دوسیې فیصله شوې، (٢٠) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (٢٢١) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په جزائي برخه کې (١٤٣) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (٦٩) دوسیې فیصله شوې، (٢٦) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (٦٠) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
د وثيقو په برخه کې:
د بلخ ولايت محاکمو د دوو اونيوو په ترڅ کې (٢٩٦) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی