د کابل مرافعه محکمې په دوو اونيوو کې (١١٨) قضيې حل او فصل کړې دي
د کابل ولایت مرافعه محکمې په دوو اونیو کې (د ١٦/ ٣/ ١٤٤٥ هـ ق څخه تر ٣٠/ ٣/ ١٤٤٥ هـ ق نېټې)په جزائي، نظامي، حقوقي او تجارتي برخو کې (١١٨) قضيې حل او فصل کړې دي چې پوره جزئیات يې په لاندې ډول دي:
١-د دې محکمې د جزا دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۳۶) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه په (۲۴) قضیو کې پرېکړه شوې، د (۶) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي او پاتې نورې دوسيې تر څیړنې لاندې دي.
۲- د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۱۵) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه په (۳) قضیو کې پرېکړه شوې، د (۱۱) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.
۳- د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۹) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه په (۲) قضیو کې پرېکړه شوې، د (۱) قضیې په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرار صادر شوی، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څیړنې لاندې دي.
۴- د دې محکمې مدني دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۲۲) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۵) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۸)دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.
۵- د دې محکمې تجارتي دېوان:
دغه دېوان ته په دوو اونیوو کې (۱۴) دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې پخوا هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.