د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست په (۲۴) ولایتونو کې د اختصاصي محاکمو او د حقوقو د آمریتونو د پروسې د انتقال لپاره هیئتونه ولېږل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۱:۱۲
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست په (۲۴) ولایتونو کې د اختصاصي محاکمو او د حقوقو د آمریتونو د پروسې د انتقال لپاره هیئتونه ولېږل

د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال میاشتې په ۲۵مه نېټه د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي تفتیش د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان "ابوالحفاظ" په مشري، د یاد ریاست د قضائي پلټونکو څخه څلورو ګروپیز هيئتونه د هیواد (۲۴) ولایتونو ته د حقوقو د آمریتونو او د مرافعه محاکمو انګړ ته د اختصاصي محاکمو انتقال، د محاکمو د نقلیه وسائلو او ملکیتونو د تثبیت په موخه سفر وکړ،

 چې په ترکیب کې محترم حافظ مولوي عبدالولي "محمود"، مولوي سیف الرحمن" ذاکر"، مولوي روزي محمد "زمیل"، مولوي عبدالبصیر"غزنوي"، مـولوي عبـــدالوارث " سعید"، مولوي عبدالرحمن"مخدوم" او مولوي عبدالولي"مصباح" شموليت درلود.

 مؤظف پلاوي د استیناف رئیسانو هغه وړانديزونه چې د حقوقو د آمریتونو او اختصاصي محاکمو، نقلیه وسائلو، د ملکیتونو د تثبیت د سمون او پرمختک په غرض درلودل په دقیقه او هر اړخيزه ډول وڅېړل او په اړه يې مفیدي مشورې او ګټورې لارښوونې وکړې.

هيئت د یادو ادارو د ستونزو د هواري او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د محاکمو له رئیسانو سره تفاهمي ناستي ترسره کړې او د چارو د لا ښه سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز پلاوي د محاکمو مسؤلینو ته هدایت ورکړ، چې د هیوادوالو مسائلو ته په ټاکلې وخت او په شفافه توګه په رسېدو سره د قضیو د ځنډ له امله د خلکو شکایت رفع کړي.

 دغه ډول هيئت د محاکمو لخوا شوي پیشنهادونه د سترې محکمې محترم مقام ته وړاندې کړل.

د قضائي تفتیش هيئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذو القعدې میاشتې په ۴مه نېټه خپل سفرونه په داسې حال کې پای ته ورسول چې له لاسته راوړونو ډک وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی