نن چهارشنبه پروان ولایت کې دوو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۱:۴۹
نن چهارشنبه پروان ولایت کې دوو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن چهارشنبه (د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۰مه نېټه) د پروان د مرافعه محکمې لخوا دوو مجرمینو ته له «کوره د تېښتې» د جرم په اساس تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو مجرمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په موخه ناسته کې چې د جبل السراج ولسوالۍ په انګړ کې جوړه شوې وه د مرافعه محکمې رئیس، د ولایتي محاکمو قضائي او اداري کارکوونکو، د ولایتي ادارو مسؤولینو او ګڼ شمېر عامو هیوادوالو ګډون درلود.

یادې ناستې ته د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوی روح الله "عبدالسلام" ، د پروان محترم والي او یو شمېر نورو مسؤولینو خپلې عالمانه ویناوې وکړې، ورپسې د مجرمینو د قضیو خلاصه بیان شوه او یادو مجرمینو ته  د محکمې د پرېکړې مطابق تعزیري سزا ورکړل شوه.

دغه ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی