د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د شواک، ګردې څېړۍ او وزي ځدراڼ ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۵۹
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د شواک، ګردې څېړۍ او وزي ځدراڼ ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۴هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۹مه نېټه د پکتیاولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني)، د جزاء دېوان د عضو محرر محترم مولوي عبدالرحمن (زاهد)، د مدني دېوان د عضو محرر محترم مولوي محمداسلم (هدایت) او د تحریراتو آمر قاري میرزامحمد(رشیدي)  په ملتیاد شواک، ګردې څېړۍ او وزي ځدراڼ ولسوالیو له ابتدئيه محاکمو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو پر قضاتو سربېره له ولسوال صاحبانو، امنیه قوماندانانو، د امر بالمعروف مدیرانو او نورو اړوند مسؤولینو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) د محاکمو مسؤولینو او کارکوونکو ته په خپله وینا کې وویل، د خلکو ستونزو ته پر وخت سره رسېدنه وکړئ، د ادارو ترمنځ همغږي وساتئ او د اسلامي امارت نظام ته وفاداره اوسئ.

وروسته یې د یادو ولسوالیو محترمو رئیس صاحبانو، مفتیانو او محرر صاحبانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، د هغوی قضائي اواداري اجراآت یې له نږدې وکتل،

د لیدنې په جریان کې د مرافعه محکمې محترم رئيس صاحب د حاضرۍ، د متحدالمآل مکتوبونو، د مفتي فتوا ورکولو او نورواړینو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې او هغوی ته یې د قضائي او اداري چارو د لابهبود توصیه ورته وکړه.

ورپسې د مرافعه محکمې پلاوي د جزائي، حقوقي، مختلف النوع وثایقو او نورو اداري کارونو په اړه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

 د یادونې وړ ده چې د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو محترمو قاضي صاحبانو د مرافعه محکمې د رئيس او ورسره مل پلاوي څخه مـنـنه وکړه د ابتدائیه محاکمو ته د دوی سفر یې د چارو د بهبود په موخه ډېر ګټور وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۲۳
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د سفر پر مهال شپږ مهمې جزائي دوسیې حل او فصل کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۴
Background image

لغمان ولايت کې يوه مجرم او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې په اساس يوه کس ته د اخلاقي فساد په جرم او دوو نورو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، نن دوشنبې ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېته په عام محضر کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۴:۲۲
Background image

د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئيسانو سره ناسته وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د  مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئيسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د. . .

بیا په خبرونو کی