د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د ولایت مرستیال والي، د ولسوالیو ولسوالانو او همدارنګه د نورو رسمي ادارو استازو په ګډون، په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د رؤیت هلال هيئت ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د پیل وینا کړه وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د هدایت موافق باید د هرې میاشتې په پای کې یاده غونډه ترسره شي.
دغه راز په غونډه کې په دې ټینګار وشو، چې د اړوند ادارو استازي باید په صادقانه ډول غونډې ته حاضر شي او له غیر حاضرۍ څخه ډډه وکړي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د ولایت مرستیال والي، د ولسوالیو ولسوالانو او همدارنګه د نورو رسمي ادارو استازو په ګډون، په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي شمس الدین (احدي) يې غړيتوب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۳
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ د یاد ولایت د مقام، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو او د نظامي محکمې استازو، د علماوو شورا، حج. . .

بیا په خبرونو کی