د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۳
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ د یاد ولایت د مقام، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو او د نظامي محکمې استازو، د علماوو شورا، حج او اوقافو، پوهنې او د فقې مجالسو رئیسانو په ګډون، په ۲۳ /۴ /۱۴۴۷۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د نظامي محکمې د مفتي مولوي محمد یوسف آغا له‌خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د رؤیت هلال هیئت ټولو راغلو غړو ته ښه راغلاست ووایه او د سترې محکمې د (‎۸ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې (۵۴۷/ ۳۸۲) ګڼه متحدالمآل يې تشرېح کړ.
نوموړي ‎ټینګار وکړ، چې د رؤیت هلال هیئت ټول غړي باید د دغه هیئت په میاشتیو ناستو کې ګډون وکړي او ټول دې دغه برخې ته جدي توجه وکړي.
محترم الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) د رؤیت هلال هیئت ټولو غړو ته وویل، چې تاسې باید د ولسوالۍ د رؤیت هلال هیئت ته جدي ټینګار وکړئ، چې په هره میاشت کې باید د دغه هیئت په ناستو کې ګډون ولري.
په پای کې د رؤیت هلال هیئت ټولو غړو ژمنه وکړه، چې ستاسې ټولې سپارښتنې به عملي کوو او پر خپل وخت به د رؤیت هلال هيئت په ناستو کې ګډون کوو.
غونډه د علماوو شورا رئیس له‌خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د ولایت مرستیال والي، د ولسوالیو ولسوالانو او همدارنګه د نورو رسمي ادارو استازو په ګډون، په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی