د پکتیکا ولایت د استیناف او ښاري محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۰:۱۵
د پکتیکا ولایت د استیناف او ښاري محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د پکتیکا ولایت د استیناف او ښاري محکمې د قضاتو او اداري کارکوونکو ترمنځ په (۶ /۹ /۱۴۴۴هـ ق) نېټه د رسمي چارو او کارونو د لاښه والي او پرمختګ په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

یاده اداري ناسته چې د استیناف محکمې د رئیس مفتي امان الله «منقاد حقاني» په مشرۍ جوړه شوې وه د استیناف او ښاري محکمې د دېوانونو رئیسانو، مفتيانو، محررینو، د وثایقو او مخزن آمریت آمر او د استیناف او ښاري محکمې اړوند ټولو اداري کارکوونکو په کې ګډون درلود، د جزاء دېوان د عضو محرر مولوي محمد نسیم «وثیق» لخوا د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه.

ورپسې د استیناف محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله«منقاد حقاني» د ناستې د پیل وینا وکړه او د یاد ولایت د قضاء اړوند کارکوونکو څخه یې خوښي څرګنده کړه، ټولو قضائي او اداري غړو ته یې د کارونو د لاښه والي او همداشان د مشرتابه مقام او د سترې محکمې یو شمېر فرامین بیان کړل، ټولو قضاتو او اداري کارکوونکو ته یې د دغه فرامینو د تطبیق جدي سپارښتنه وکړه.

دغه راز د استیناف محکمې رئیس وویل، واردو شوو قضیو ته باید په ټاکلي وخت رسېدنه وشي او له کوم شرعي عذر پرته د خلکو په دوسیو کې ځنډ رامنځته نشي.

ورپسې د ښاري محکمې رئیس مولوي محمد اشرف «ابوخالد» خپله وینا وکړه وویل، په کومو دېوانونو کې چې د کار حجم د نورو په پرتله ډېر دی، له قضاتو او اداري کارکارکوونکو د همکارۍ غوښتنه وکړي ترڅو قضیو ته په وخت رسېدنه وشي، په دې طریقه به د خلکو له بې ځایه تکلیف څخه مخنیوي وشي.

وروسته د ناستې ګډونوالو په خپل نوبت سره د کارونو د لاښه تنظیم او ستونزو ته په وخت د رسېدنې په اړه خبرې وکړې؛ هغه ستونزې چې په ناسته کې بیان شوې ترډېره حده ورته رسېدنه وشوه.

یاده اداري ناسته د مدني او حقوقي دېوان د رئیس الحاج مولوي عبدالله«فیاض» لخوا په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۱
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۹۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (۵۹) د وثیقو د تصحېح قرارونه  صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (له ۱ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۵۹) بېلا بېلو وثیقو په اړه د تصحېح قرارونه صادر کړي دي.
یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۴۳
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په جریان کې د (۷۴) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ له دې جملې د. . .

بیا په خبرونو کی