د پکتیا ولایت د محاکمو د مسؤولینو او کارکوونکو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۹:۴۸
د پکتیا ولایت د محاکمو د مسؤولینو او کارکوونکو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د ۱۴۴۴هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۲۸مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د دغه ولایت له اړوند قضاتو، مفتیانو، محررینو، اداري، نظامي او خدماتي کارکوونکو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

ناسته د مولوي عبدالرحمن (زاهد) لخوا د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ وروسته د مرافعه محکمې رئیس د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه چې په جماعت سره د لمانځه پابندي وکړئ، د روژې په راتلو او د روژې  پر فضلیت یې خبرې وکړې، په روژه کې یې له مراجعینو سره په نېک چلند ټینګار وکړ، درنو قضاتو ته یې سپارښتنې وکړې ترڅو د روژې د میاشتې په خاطر د محبوسینو دوسیې ژر تر ژره وڅېړي او د کمو جرمونو درلودونکي محبوسین دې اصولا له محبس نه خلاص شي.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د محبوسینو د اجناسو په هکله خبرې او سپارښتنې وکړې.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

بیا په خبرونو کی