د لوګر د استیناف محکمې رئیس د دې محکمې‎ له قضاتو سره د محاکمو د چارو د لابهبود په موخه جلا، جلا ناستې ترسره کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۱۷
د لوګر د استیناف محکمې رئیس د دې محکمې‎ له قضاتو سره د محاکمو د چارو د لابهبود په موخه جلا، جلا ناستې ترسره کړې

د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي روح‌الله عبدالسلام د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په ۱۵/۱۶ او ۱۷ نېټو د محاکمو د چارو د لاسمون په موخه د استیناف محکمې ریاست په انګړ کې د دې محکمې له قضائي مسؤولینو سره جلاــ جلا ناستې ترسره کړې.

د یادو لیدنو عمده موخې د روان هجري قمري کال د دوسیو څېړنه، له یو بل سره د تجربو شریکول، د شته ستونزو حل او فصل، د کارونو روڼتیا او چټکتیا ته د قضاتو هڅول او د ریاست او دېوانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.

یادې ناستې چې د استیناف محکمې له مدني ، جزاء او امنیت عامه دېوانونو له مسؤولینو سره ترسره شوې په نوبت سره په لومړیو کې د هر دېوان مشکلات واورېدل شول او د یادو مشکلاتو د حل په لارو چارو تفصیلي بحث ترسره شو؛ ورپسې د هر دېوان د قضائي اجراآتو ځینې نمونې وکتل شوې او مسؤولینو ته د شته نیمګړتیاوو د حل توصیه او لارښوونه وشوه.

د یادې ارزیابۍ په پای کې د استیناف محکمې رئیس د ښاري محکمې د قضائي مسؤولینو هڅې وستایلې او دوی ته یې د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو دعا وکړه.

د استیناف محکمې قضائي منسوبینو یادې ناستې مثبتې وګڼلې او له عمومي رئیس څخه یې مننه وکړه چې تل یې دوی خپلو دندو ته هڅولي او د شته نیمګړتیاوو په حل کې یې ورسره مرسته کړې.

د محاکمو مسؤولینو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې هم دغه ډول ناستو ته دوام ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی