میدان وردګ ولایت کې د محکمې په حکم یوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په حکم یوه مجرم ته د "شپې لخوا یوه کور ته په غلطه اراده د اوښتو" په جرم نن (1444/5/6) هجري قمري نېټه ۳۹ درې تعزیري سزا تطبیق شوه.
دغه مجرم ته چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی و او د محکمې لخوا په صادره شوې پرېکړه یې قناعت درلود، د سیدآباد ولسوالۍ په آبدره کلي کې تعزیري سزا تطبیق شوه.
یاد مجرم ته د تعزیراتو د تطبیق په موخه جوړ شوي پروګرام کې چې د سیدآباد ولسوالۍ د نظامي او ملکي ارګانونو مسؤولینو، کارکوونکو، دیني عالمانو او نورو عامو مسلمانانو په کې ګډون درلود دیني عالمانو او مسؤولینو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د محاکمو لخوا د شرعي پرېکړو صادرېدل او تطبیق وستایه او هرکلی یې وکړ.
دوی د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، موږ د الله تعالی شکر اداء کوو چې شرعي نظام یې راکړ او فیصلې مو د شرعي احکامو مطابق اجراء کیږي.
مجرم ته د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړ شوی پروګرام د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.