میدان وردګ ولایت کې د محکمې په حکم یوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۳:۵۰
میدان وردګ ولایت کې د محکمې په حکم یوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په حکم یوه مجرم ته د "شپې لخوا یوه کور ته په غلطه اراده د اوښتو" په جرم نن (1444/5/6) هجري قمري نېټه ۳۹ درې تعزیري سزا تطبیق شوه.

دغه مجرم ته چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی و او د محکمې لخوا په صادره شوې پرېکړه یې قناعت درلود، د سیدآباد ولسوالۍ په آبدره کلي کې تعزیري سزا تطبیق شوه.

یاد مجرم ته د تعزیراتو د تطبیق په موخه جوړ شوي پروګرام کې چې د سیدآباد ولسوالۍ د نظامي او ملکي ارګانونو مسؤولینو، کارکوونکو، دیني عالمانو او نورو عامو مسلمانانو په کې ګډون درلود دیني عالمانو او مسؤولینو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د محاکمو لخوا د شرعي پرېکړو صادرېدل او تطبیق وستایه او هرکلی یې وکړ.

دوی د خوښۍ په څرګندولو  سره وویل، موږ د الله تعالی شکر اداء کوو چې شرعي نظام یې راکړ او فیصلې مو د شرعي احکامو مطابق اجراء کیږي.

مجرم ته د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړ شوی پروګرام د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز با رئیس عدلیه آن ولایت ملاقات نمود

محترم مولوی محمدیوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کندز؛ به تاریخ 12 /3 /1448هـ ق با مولوی امرالله (مصلح) رئیس عدلیه آن ولایت، در دفتر کاری‌اش ملاقات نمود.
در این ملاقات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۳:۲۷
Background image

با تلاش رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش‌ محترم الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس، درگیری ناشی از اختلاف بر سر مالکیت یک قطعه زمین در مربوطات منطقه «نخچرستان» ولسوالی تگاب‌عالم، که میان دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کندز؛ به تاریخ 10 /3 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دواوین آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید،. . .

بازگشت به اخبار