د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۵۰
د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له (۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۸۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ 
چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۶۷۱) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۳۰۹) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، ( ۲۰۵) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۰) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۴۷) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۲۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۴۷) دوسيې تطبيق شوې، (۴۱) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۸) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۱۹) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

بیا په خبرونو کی