د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۱
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۳۷۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۹۳) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۳۱) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۴۵) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۴) دوسیې فیصله شوې، (۳۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۹۱) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۳) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳۱
Background image

په کونړ ولایت کې (۱۷) مجرمینو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولایت د محاکمو د پرېکړو په اساس (۱۷) کسانو ته د نېشه‌يي توکو د استعمال په جرم او لواطت په تور، نن یکشنبه (۳۰ /۶ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټه د مرافعه محکمې د رئیس او د محاکمو او نورو امارتي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د زابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ابتدائيه محاکمو له مسؤولينو سره غونډه وکړه

د زابل ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالجليل (سفیان)؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړوند ټولو مسؤولينو او د ټولو ابتدائيه محاکمو رئیسانو او قضائي غړو ګډون سره په ۱۲/ ۶/ ۱۴۴۷. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د هغه وړاندیز په اساس چې د کابل ښاروالۍ عمومي ریاست. . .

بیا په خبرونو کی