د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ قضائي غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۳۵
د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ قضائي غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئيسانو، د ښاري محکمې رئيس او یادې محکمې د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۵/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه قضائي غونډه وشوه.
غونډه د تحریراتو آمر مولوي رحمت الله (منیب)  لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د فیصلو، بې‌بضاعته بندیانو او نور موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
د غونډې په دوام ګډونوالو په خپل وار د یادو موضوعاتو په اړه نظرونه شريک کړل.
غونډه په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی