د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د ماتحت محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) سپارښتنې شریکې کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۷:۱۲
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د ماتحت محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) سپارښتنې شریکې کړې

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون په ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د اسلامي امارت له زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) سره د لیدنې په اړه خبرې وکړې وویل، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د لوی خدای (جل‌جلاله) ولي او دوست دی، کوم صفتونه چې د الله (جل‌جلاله) په یو ولي او دوست کې وي، په اميرالمؤمنين شيخ صاحب کې یې ټول اوصاف موجود دي، هغه يو معتقد، متقي، پرهېزګار، د ښو اخلاقو او اوصافو لرونکی شخصيت دی.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د اسلام دین پر ټولو شرعي فضایلو او مسایلو پوه او آګاه دی، هر فرمان او حکم يې د شریعت مطهره سره برابر او د اسلامي اصولو په رڼا کې صادرېږي.
نوموړي د اسلامي امارت د زعيم د حکمونو او فرمانونو پر اطاعت ټینګار وکړ او د هغه توصيې يې قضاتو ته وړاندې کړې وویل، په خپلو فیصلو کې له پوره دقت او غور څخه کار واخلئ، خپلې قضائي چارې په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کړئ، قضائي چارو کې جد و جهد وکړئ، تل مطالعه وکړئ، په ورځنیو چارو کې مطالعې ته وخت ورکړئ، د فیصلې له کولو څخه وروسته دې هر قاضي خپله کړې فیصله پخپله وګوري او خپل نواقض دې ځان ته په ګوته او اصلاح کړي او هره فیصله چې د هر قاضي لخوا کېږي، له ډېرې پلټنې، تحقیق او د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې دې وشي، ترڅو په راتلونکي کې ستونزه پيدا نشي او د خلکو وخت ونه نیول شي.
 د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) وايي، تاسو د اسلامي امارت ټول مسؤولین او کارکوونکي متحد، با اتفاقه او له هر ډول تبعیض او تعصب څخه لرې اوسئ، خپل ولس په غېږ کې ونیسئ او د خپلو ولسونو سره په مینه ژوند وکړئ.
یاده غونډه د ابتدائیه محکمې محترم رئيس مولوي محمد رحیم (نعماني) له خبرو وروسته د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۲:۱۶
Background image

د پکتيکا ولايت نظامي محکمې رئیس د یاد ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د نظامي محکمې د پکتيکا ولايت څانګې رئیس محترم مولوي عبدالمنان (محق) په ۲۴/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دغه ولایت برمل ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له قومي مشرانو او نظامي مسؤولينو سره ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون، امنیتي حوزو او حقوقو آمرينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د څلورم زون رئیس الحاج مولوي روح الله (حبیبي) په مشرۍ؛ د یاد زون اړوند دېوانونو رئیسانو، د یاد زون اړوند امنیتي حوزو آمرینو، د جنائي پېښو پر وړاندې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

په خوست ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت تڼیو او صبریو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې اوو کسانو ته د لواطت، قتل او غلا په تور او مجروحيت په جرم؛ په ۳/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی