د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د ماتحت محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) سپارښتنې شریکې کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۷:۱۲
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د ماتحت محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) سپارښتنې شریکې کړې

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون په ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د اسلامي امارت له زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) سره د لیدنې په اړه خبرې وکړې وویل، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د لوی خدای (جل‌جلاله) ولي او دوست دی، کوم صفتونه چې د الله (جل‌جلاله) په یو ولي او دوست کې وي، په اميرالمؤمنين شيخ صاحب کې یې ټول اوصاف موجود دي، هغه يو معتقد، متقي، پرهېزګار، د ښو اخلاقو او اوصافو لرونکی شخصيت دی.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د اسلام دین پر ټولو شرعي فضایلو او مسایلو پوه او آګاه دی، هر فرمان او حکم يې د شریعت مطهره سره برابر او د اسلامي اصولو په رڼا کې صادرېږي.
نوموړي د اسلامي امارت د زعيم د حکمونو او فرمانونو پر اطاعت ټینګار وکړ او د هغه توصيې يې قضاتو ته وړاندې کړې وویل، په خپلو فیصلو کې له پوره دقت او غور څخه کار واخلئ، خپلې قضائي چارې په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کړئ، قضائي چارو کې جد و جهد وکړئ، تل مطالعه وکړئ، په ورځنیو چارو کې مطالعې ته وخت ورکړئ، د فیصلې له کولو څخه وروسته دې هر قاضي خپله کړې فیصله پخپله وګوري او خپل نواقض دې ځان ته په ګوته او اصلاح کړي او هره فیصله چې د هر قاضي لخوا کېږي، له ډېرې پلټنې، تحقیق او د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې دې وشي، ترڅو په راتلونکي کې ستونزه پيدا نشي او د خلکو وخت ونه نیول شي.
 د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) وايي، تاسو د اسلامي امارت ټول مسؤولین او کارکوونکي متحد، با اتفاقه او له هر ډول تبعیض او تعصب څخه لرې اوسئ، خپل ولس په غېږ کې ونیسئ او د خپلو ولسونو سره په مینه ژوند وکړئ.
یاده غونډه د ابتدائیه محکمې محترم رئيس مولوي محمد رحیم (نعماني) له خبرو وروسته د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار