د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره (۲۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۰:۴۹
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره (۲۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، اختصاصي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۳۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۲۳) وثيقې يې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۱۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۲۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۳) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۵۷
Background image

د کابل ولایت اختصاصي محکمې په يوه مياشت کې (۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کابل ولایت اختصاصي محکمې له ۱ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د کابل ولايت اختصاصي محکمې ته په يوه مياشت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۱۹
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۷/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان یاد متهم پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۱۵
Background image

په غزني ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې  يو کس ته د بداخلاقۍ په جرم په ۶/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد مجرم پر څلور کاله. . .

بیا په خبرونو کی