د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۸
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ په ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له يو څخه تر دوو کالو پر تنفيذي بند او له ۲۵ څخه تر ۳۰ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
 ياده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۳۷
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) او د قضائي معاونيت مستشار محترم مفتي احمد سعید په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان، محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د یوه پلاوي په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی‌. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی