د پکتیا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۰۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۳۰
د پکتیا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۰۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له (۱/۱۲/۱۴۴۵ څخه تر ۲۹/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو، د ښاري ابتدائیه محکمې، اختصاصي محکمې، د پکتیا زون ابتدائيه نظامي محکمې او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو حقوقي او جزائي  اجراآت شامل دي چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د پکتیا ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۹۳) حقوقي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۸) دوسیې فیصله شوې، (۳۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د پکتیا ولايت محاکمو ته په یوه میاشت کې (۱۰۲) جزائي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۹) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتیا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۳۷) وثیقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی