د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس په هڅو په خوست ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني د سولې له لارې حل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۱۰
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس په هڅو په خوست ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني د سولې له لارې حل شوه

د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي په هڅو او ترغیب او د خوست ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو په منځګړیتوب، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني، د سولې له لارې حل او فصل شوه.
دغه موضوع، چې د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې او په نتیجه کې یې څلور کسان وژل شوي هم وو، ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت څېړل شوې او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره شوې وه. 
وروسته د دوسیې د یوه جانب د مرافعه غوښتنې په اساس د خوست ولایت مرافعه محکمې د جزا دېوان هم دغه موضوع څېړلې او په تړاو یې د ابتدائیه محکمې لخوا صادره شوې پرېکړه تائید کړې وه.
دغه موضوع د تمیز غوښتنې په موخه د تمیز عالي ریاست د جزا عمومي دېوان ته راجع او دغه دېوان یې په اړه لازمې پلټنې ترسره کړې.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي، خوست ولایت ته د دې په اړه د وروستیو څېړنو پر مهال د موضوع طرفین سولې ته ترغیب او وهڅول، چې طرفینو د یاد ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو په منځګړیتوب له یو بل سره سوله وکړه او دغه اوږدمهاله دښمني یې په رسمي دول حل او پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی