د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس خبرې وکړې وویل، ټول ملګري بايد خپل کارونه په اخلاص، ديانت او امانتدارۍ سره ترسره کړي، تر څو د خلکو موضوعاتو ته په ټاکلي وخت او شفاف ډول رسېدنه وشي، د موضوعاتو د حل په برخه کې د خنډ او ځنډ مخنیوی وشي او د ټولو ملګرو بايد سيرت او صورت د شريعت موافق وي.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد مجلس ګډونوالو ته د يو شمېر موضوعاتو ترڅنګ زياته کړه، چې موږ او تاسو بايد د الله تعالی او د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د اطاعت تر څنګ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) اطاعت په هر وخت کې په پوره معنی سره وکړو، فرامینو ته يې باید ژمن پاتې شو او په ځان يې عملي کړو، تر څو د دنيا او اخرت له عذاب څخه خلاص شو.
نوموړي زیاته کړه، زموږ صورت او سیرت باید له شریعت سره برابر وي، د محکمې له اجناسو او امکاناتو څخه باید په سمه توګه استفاده وکړو؛ ځکه دلته هر څه له موږ سره امانت دي، له خلکو سره باید ښه چلند وکړو، څو خلک زموږ له ښو اخلاقو څخه اغېزمن شي.
د مرافعه محکمې رئیس څرګنده کړه، چې د محاکمو قضائي او داري منسوبین باید په ټاکلي وخت او په پوره معنا خپلو دندو ته رسېدنه وکړي، څو د خلکو ستونزې حل او چارې یې پر وخت ترسره شي او هېڅوک بې‌موجبه زیانمن نه شي.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

بیا په خبرونو کی