د سترې محکمې اداري معاون: د ورځنیو چارو د ترسره کولو معیار مو الهي قانون وټاکئ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۲۸
د سترې محکمې اداري معاون: د ورځنیو چارو د ترسره کولو معیار مو الهي قانون وټاکئ

د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او امرینو ته نن سه شنبه (۳۰/۲/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د یوې غونډې پر مهال اصلاحي بیان کې هدایت وکړ چې د خپلو ټولو ورځنیو چارو د ترسره کولو معیار مو الهي قانون وټاکئ.
محترم شیخ عبدالمالک حقاني صاحب وویل، موږ تاسو ټولو ته د اسلامي امارت په مهم ارګان (ستره محکمه) کې مهم مسؤولیتونه راسپارل شوي چې باید د الهي قوانینو په رڼا کې یې د ښه ترسره کولو په موخه ټولې هڅې وکړو.
شیخ صاحب زیاته کړه، ټول مسلمانان په ځانګړې توګه د اسلامي نظام مسؤولین او کارکوونکي باید له یو بل سره اړیکې، تعاملات، محبت، کرکه او بالآخره خپلې ټولې چارې د الله تعالی د رضاء لپاره ترسره کړي.
د شیخ صاحب په خبره، د ایمان یوه مهمه برخه داده چې مسلمانان د الله تعالی د رضا لپاره له یو بل سره محبت وکړي، که خدای مه کړه مسلمان ورور یې د الهي قانون خلاف عمل ترسره کوي، د الله تعالی د رضا او خپل ایماني مسؤولیت په اساس یې باید مخه ونیسي او خپلې تېروتنې ته یې متوجه کړي.
د سترې محکمې اداري معاون صاحب وویل، د یوه مسلمان لپاره د کامل نجات په موخه کامل ایمان درلودل ضروري او اړین دي او د کامل ایمان ترلاسه کولو په موخه د ایمان په ټولو شعبو عمل دی، ایمان څه باندې ۷۰ شعبې لري چې له جملې یې یوه شعبه د الله تعالی او د هغه د رسول (صلی‌الله علیه وسلم) اطاعت کول دي. 
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست په وړاندیز او د سترې محکمې د عالي مقام په حکم هره میاشت یوه اطلاحي غونډه جوړېږي چې په کې د سترې محکمې د یو تن مسؤول لخوا د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او امرینو ته اصلاحي بیان کېږي او دوی به خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۱:۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۲۴۳) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۴۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، د پکتيا زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې د (۴۳۴). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ښار ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې (۷۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۷۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې. . .

بیا په خبرونو کی