د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۲) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۱
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۲) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۲) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، نن سه شنبه (۱۵/ ۸ / ۱۴۴۷) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر درېيو کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۷
Background image

د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس الحاج مفتي عبدالقيوم (صاحب زاده) په مشرۍ، د مرافعه  او ښاري ابتدائيه محاکمود دېوانونو رئیسانو، د ولسواليو قضاتو، د امنيتي قطعې قوماندان، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۴۳
Background image

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د مرافعه محکمې حقوقو، د دعوت او ارشاد،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په ډېرو هڅو؛ په ۱۵/۱/۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې وه او يو کس په. . .

بیا په خبرونو کی