په ارزګان ولايت کې (۱۵) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۶:۲۸
په ارزګان ولايت کې (۱۵) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ارزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې پنځو کسانو ته د غلا، څلورو کسانو ته د زنا، څلورو کسانو ته د لواطت په تور او دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم نن پنجشنبه ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له یو څخه تر درېيو کلونو تنفیذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو او متهمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی