د بغلان د مرافعه محکمې رئيس د خوست ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۳:۲۳
د بغلان د مرافعه محکمې رئيس د خوست ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

په ۸/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د بغلان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف (ابوالوفاء) د کارونو د تعقیب او نظارت په موخه د یاد ولايت د خوست ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې د مدني دېوان رئيس مولوي علي ګل (حمیدي) او د مرافعه محکمې د مفرزه قطعې عمومي قوماندان مولوي عبدالمتین (قریشي) د مرافعه محکمې د رئيس ملتيا کوله.

د مرافعه محکمې رئيس د يادې ابتدائيه محکمې قضائي او اداري کارکوونکو ته د کارونو د منظم والي او لا چټکتیا هدایت وکړ او د هېوادوالو ستونزو ته په خپل وخت د رسېدنې لارښوونه يې ورته وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی