د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د نورستان ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۸/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د مفتي حامد (محمدي) لهخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د محاکمو د چارو د لا ښه تنظیم او د قضائي اجراآتو د اغېزمنتیا او د کارکوونکو د سیرت او صورت او نورو اړینو موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې او هدایات وړاندې کړل.
دغه راز په دې ناسته کې د مرافعه محکمې رئیس د قاضي صاحبانو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل او فصل په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې، څو د محاکمو چارې په منظم، اغېزمن او اصولي ډول ترسره شي.
غونډه د اختتامیه دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
