د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «بارک اب» په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې وه، چې له امله یې د دواړو کورنیو ترمنځ مخالفتونه او دښمني رامنځته شوې وه.
دغه قضیه ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت سره وڅېړل شوه؛ د محکمې مسئولینو د حکم له صادرېدو مخکې، دواړه لوري سولې او روغې جوړې ته وهڅول، چې د دواړو لوریو لخوا د محکمې دغه غوښتنه ومنل شوه.
د مقتول د کورنۍ له رضایت او هوکړې وروسته، د محکمې له لوري یوه رسمي غونډه جوړه شوه؛ په دغه غونډه کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به دواړه کورنۍ په پوره امن او سوله کې ژوند کوي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکو د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د دغه اقدام مننه او ستاینه وکړه او د دغه ډول مسایلو حل یې د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره ګټور وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۳۷
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) او د قضائي معاونيت مستشار محترم مفتي احمد سعید په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان، محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د یوه پلاوي په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی‌. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی