د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۹ /۱ / ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۷۳۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۶۱) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۵۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۹۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۲۲) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۸) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۷۸) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
