د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري؛ د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال لپاره د لمر پاینت لوژستیکي شرکت سره چې د جواز شمېره (۵۹۲۸۶) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په نادر پښتون سیمه کې موقعیت لري، د (۱۸۲۱۰۰۰) یو میلیون او اته سوه یویشت زره افغانیو په قیمت سره د دغه مقام د تکنالوژۍ آمریت لپاره د فایروال لایسنس او سرور دستګاه د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني پړاونو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۲۵
Background image

د سترې محکمې د دارلافتاء ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د دارلافتاء ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د دارالافتاء ریاست د بېلابېلو موضوعاتو په اړه (۱۸) شرعي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۳۵
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (جاوید ولد خواص خان) و (فرهاد ولد محمد یوسف)

دوسیۀ نسبتی (جاوید ولد خواص خان) و (فرهاد ولد محمد یوسف)، که از سوی جزء ج دیوان تجارتی محکمه شهری ولایت ننگرهار فیصله و غرض تطبیق به آمریت حقوق این ولایت راجع شده بود.
آمریت حقوق ولایت ننگرهار، به . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د تخار، دایکنډي او بدخشان ولایتونو د نظامي محاکمو لپاره درې عراده (فلډر او هایلکس) . . .

Back to announcements