په هېواد کې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر پیلېږي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۵:۱۸
په هېواد کې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر پیلېږي

د سترې محکمې یوه لوړ رتبه پلاوي چې په تشکیل کې یې د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي حزب الله (ابراهیمي)، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد)، د دارالانشاء عمومي ریاست معاون محترم مفتي روح الله (حقاني) او نورو مسؤولینو ګډون درلود، نن سه شنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د وري په لومړۍ نېټه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په هېواد کې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر په اړه، رسنیو سره معلومات شریک کړل.

د دغه رسنیز پروګرام په پیل کې د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) د پیل وینا وکړه وویل، د ننني پروګرام عمده موخه د قبالو د وېش بهیر پیل او د قبالو د وېش ترتیب بیانول دي.

نوموړي زیاته کړه، دا چې زموږ هیوادوال له کلونو راهیسې د قبالو ترلاسه کولو له ستونزې سره مخ وو، په همدې موخه  د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې او نورو اړوند ادارو د قبالو د وېش د طرزالعمل پر طرحه کار وکړ او دغه طرحه یې نهايي کړه.

د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس وویل، د قبالو د وېش طرزالعمل او کړنلاره د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د (۳۹) مې مصوبې مؤرخ ۲۸ /۱۱ /۱۴۴۳ هـ ق د لومړۍ پرېکړې په اساس تائید شوې ده.

ښاغلي مولوي عبدالرحیم (راشد) څرګنده کړه چې د سترې محکمې او نورو اړوند ادارو لخوا دیادې طرحې په جوړولو سره به د شرعي قبالو د وېش څرنګوالی او په کې د جعل او تزویر مخنیوی وشي، د ځمکو او نورو عقاري ملکیتونو د کمپیوټري قبالو د ترتیب، ثبت او صدرو لپاره به په شفافه او مطمئنه توګه زمینه برابره شي، د ځمکې د نورو املاکو د ملکیت د حق لېږد لپاره به اسانتیاوې رامنځته کړي، پروسه به ساده او ګړندۍ کړي، د عصري ټیکنالوژۍ څخه په استفاده به د ځمکې او نورو املاکو د ملکیت رسمي ثبت ترسره شي.

نوموړي یادونه وکړه چې په شرایطو برابرو هیوادوالو ته به په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې به برېښنايي قبالې او په پاته ولایتونو کې به کاغذي قبالې وېشل کېږي.

ورپسې د دارالانشاء عمومي ریاست معاون محترم مفتي روح الله (حقاني) د اراضي ادارې اړوند د قبالو د وېش مرحلې او مادې په تفصیلي ډول بیان او تشریح کړې وویل، که متقاضي غواړي چې قباله جوړه کړي نو مکلف دی چې لومړی د اراضي ادارې څخه د ملکیت د خرڅلاو درخواستي واخلي چې په دغه فورمه کې به د بائع، مشتري، بشپړ شهرت، سکونت اصلي او فعلي ترڅنګ د ځمکې  یا ودانۍ ټول مشخصات، موقعیت، حدود او مساحت ذکر او د تابعیت تذکرې یوه، یوه کاپي هم یو ځای کوي او په همدغه فورم کې به واضح کوي چې بایع اصلي مالک او که وارث یا وکیل دی.

محترم مفتي روح الله (حقاني) صاحب زیاته کړه، څنګه چې قبالې تر ډېره په ښاري سیمو کې د ښاروالۍ تر ماسټرپلان لاندې سیمو ته ورکول کېږي نو که یو څوک د همدې سیمې د ځمکې یا کور قباله غواړي، بیا دې په دې اړه د ثبت محفوظ سربېره د مربوطه ناحیې د ملکیتونو د مدیریت څخه معلومات وغوښتل شي، که څوک د ماسټرپلان څخه د بهر د ځمکې یا کور د قبالو جوړول غواي د سند د ملکیت ونه لري او هغه ساخته تصفیې ته اړتیا ولري نو بیا به د اراضي ادارې څخه د تصفیې ریاست ټېمونه د هغې ساحې تصفیه کوي ترڅو د دولتي او شخصي ځمکې تفکیک او تشخیص وشي

له هغه وروسته د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي حزب الله (ابراهیمي) په سترې محکمې پورې اړوند د قبالو د وېش بشپړ معلومات وړاندې کړل وویل، نوې قبالې د اسلامي امارت لوګو لري او په لوړ کیفیت ترتیب شوې دي،  د ځانګړو بارکوډونو څخه په استفاده په کې د جعل او تزویر بشپړ مخنیوی شوی دی.

د ښاغلي مفتي (ابراهیمي) په خبره، د هیواد ټولو ولایتونو ته نوې چاپ شوې قبالې لېږل شوې دي او له راتلونکې چهارشنبې څخه وروسته به یې په رسمي ډول د وېش بهیر پیل شي.

یاد رسنیز کنفرانس د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي حزب الله (ابراهیمي) لخوا د خبریالاتو د پوښتنو له ځوابولو وروسته پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۴۱
Background image

په کابل ولايت کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان او چهارآسياب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې، د روان ۱۴۴۷هـ ق د صفرالمظفر میاشتې په ۲۰مه او ۲۲ مه نېټه، د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۳۴
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د خوست د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل) چې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس الحاج مولوي عبدالقیوم (صاحب زاده)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او د یادې محکمې د جزا او عامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰. . .

بیا په خبرونو کی