نن چهارشنبه کندهار ولایت کې شپږو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۱:۷
نن چهارشنبه کندهار ولایت کې شپږو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه


نن چهار شنبې (۱۴۴۴/۱۱/۴ ه ق) نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان لخوا د افغانستان اسلامي امارت د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضائي معاونیت له هدایت سره سم شپږو متهمینو ته د لواطت او د بل د منکوحه ښځې د تښتولو په وجه په احمد شاهي فوټبال لوبغالي کې تعزیري سزا ور کړل شوه.

د یاد متهمینو دوسیې چې د لواطت او د بل د منکوحه ښځې د تښتولو په وجه نیول شوي وو او په خپلو جرمونو یې پرته له زور او جبره اقرار او اعتراف درلود، د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزاء دېوان لخوا څېړل شوې وې.
متهمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره عامو هیوادوالو هم ګډون درلود.
غونډې ته د کندهار ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ عبدالغفار (بحر)، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس محترم مفتي فضل الله (عاصم)، د کندهار ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي حیات الله (مبارک) او نورو مشرانو اصلاحي ویناوې وکړې.

وروسته د مجرمینو شهرت، جرم او د هغوی د تعزیر اندازه بیان او پر یادو کسانو باندې تعزیري سزاء تطبیق شوه او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۹
Background image

کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د
د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په ۲۴ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولايت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
محترم مفتي نصیب الله (طیب). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

بیا په خبرونو کی