عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله: ستره محکمه دې د قبالو توزېع پيل کړي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۰:۵۲
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله: ستره محکمه دې د قبالو توزېع پيل کړي

د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله (اخندزاده) حفظه الله د روان کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د سترې محکمې له رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر محترم عطاءالله (عمري) صاحب او د یاد وزارت د قبالو ریاست له رئیس محترم مولوي عبدالعلي صاحب سره د لیدنې پر مهال هدایت وکړ چې ستره محکمه دې د قبالو د وېش بهیر پیل کړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د یادې ناستې ګډونوالو ته وویل: «داچې له وخته په افغانستان کې قبالې محاکم ورکوي او په کاغذي بڼه یې ورکوي نو اوس دې هم ستره محکمه د قبالو توزېع شروع کړي او په کاغذي بڼه دې په هغه ورقه باندې ورکوي چې د سترې محکمې لخوا ورته جوړه شوې ده.»

د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر زعیم زیاته کړه:«د برېښنايي قبالو ورکړه دې تر هغه وخته پورې معطله وي ترڅو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم نه وي جوړ شوی؛ البته که په خپله خوښه کوم چا وروسته کاغذي قباله برېښنايي کوله هغه یې کولای شي، د قبالو توزېع دې فعلاً په مرکز کابل او د ولایتونو په مراکزو کې پیل شي.»

د یادونې وړ ده چې د قبالو د توزېع په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دغه هدایت د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست لخوا د هیواد ټولو محاکمو ته په متحدالمآل بڼه استول شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی