د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان رئیس مفتي عبدالحق (مبین) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونه په تلاوت پيل شوه.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د غونډې د جوړېدو موخه او اهمیت بیان کړ او ګډونوالو ته یې د یاد فرمان د اساسي مادو، موخو او د ټولنې په اصلاح کې د هغه د رول په اړه هر اړخیز وضاحت وړاندې کړ.
نوموړي ټینګار وکړ چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د اسلامي شریعت له بنسټیزو اصولو څخه دی او تطبیق یې باید د شرعي احکامو، نافذه قوانینو او عدلي معیارونو په رڼا کې، له حکمت، زغم او اعتدال سره مل وي.
دغه راز د قانون تطبیق باید د خلکو د عزت، کرامت او انساني حقوقو د ساتنې په چوکاټ کې تر سره شي او له هر ډول ناسم چلند، افراط او تفریط څخه په کلکه ډډه وشي.
همداراز غونډه کې د قضائي، اداري او خدمتي کارکوونکو مسؤولیتونه تشرېح شول او هغوی ته لارښوونه وشوه چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اړوند قضایاوو کې خپل قانوني صلاحیتونه وپېژني، له شخصي سلیقو ډډه وکړي او هر اقدام د قانون او شریعت له مخې تنظیم کړي.
د غونډې په دوام ګډونوالو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چې د مرافعه محکمې رئيس لخوا د دعوت او ارشاد آمر ته هدایت وشو چې د ماسپښين له لمانځه وروسته دې یاد قانون تدریس شي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د اسلامي امارت د محترم مشرتابه د فرمان د تطبیق په برخه کې به ټول قضائي او اداري غړي بشپړه همغږي، جدي پاملرنه او مسؤولانه چلند خپلوي، څو د عدالت ټینګښت، د ټولنې اصلاح او پر محاکمو د خلکو باور لا پیاوړی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی