د کندهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ قضائي غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴۹
د کندهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ قضائي غونډه وشوه

د سه شنبه په ورځ (۱۸ /۷ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم  شیخ غلام حضرت(ابوالـمنذر) په مشرۍ د دېوانونو د رئيسانو غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې د مرافعه محکمې د دېوانونو رئيسانو او غړو، د تحریراتو رئیس، د وثایقو آمر، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او د دې محکمې د دېوانونو رئيسانو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته د غونډې ګډونوالو په یو شمېر قضائي موضوعاتو تفصیلي بحثونه وکړل او په توافق د نظر د شریعت د اصولو موافق د یادو موضوعاتو په تړاو تصمیمونه ونیول شول.

غوڼده د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی