د کابل ښار د ابتدائیه محکمې په څلورمه حوزه کې له لس ورځني سمینار وروسته د همغږۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۰:۵۰
د کابل ښار د ابتدائیه محکمې په څلورمه حوزه کې له لس ورځني سمینار وروسته د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د سه شنبې په ورځ  (د ۱۴۴۵ کال د صفرالمظفر میاشتې په ۶مه) د کابل ښار د څلورمې حوزې  د ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرحمن (عزیزي) په مشرۍ  او د یادې محکمې د دېوانونو د رئیس صاحبانو او قاضي صاحبانو په ګډون د دې محکمې د مقام په دفتر کې د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

څو ورځې مخکې چې د محاکمو د مسلکي غړو لپاره د سترې محکمې لخوا سیمینار جوړ شوی و؛  نن په هغه سیمینار کې د ذکر شوو مواردو په ښه توګه د پلي کولو او د لا زیات پوهاوي په موخه په دې محکمه کې غونډه وشوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د دې محکمې کارکوونکو ته لاندې لارښوونې وشوې:

1- فیصلې  او قرارونه باید په سیمینار کې د وړاندې شوي تعلیمات نامې  له لارښوونو سره سم ولیکل شي.

۲- د پورتني تعلیمات نامې د محتوياتو په تطبيق کې دې ډېر دقت وشي او په همغږۍ سره دې عملي  کړای شي.

۳- د فیصلو او قرارونو د لیکلو پر مهال باید املایي او انشايي خطاوو، د قضیې سرلیک، د اسنادو له مخې د قضیې يېژندنې او نورو مواردو ته جدي توجه وشي.

۴- د کابل د مرافعه محکمې د  محترم رئیس د لارښوونې له مخې، مفتي صاحبان دې په دېوانونو کې د کار د کمولو په خاطر له محریرینو سره د فیصلو او قرارونو په لیکلو کې همکاري وکړي.

د غونډې په پای کې د غونډې ګډونوالو د چارو د ښه تطبیق او په چارو کې د آسانتیاوو  راوستولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او له هر اړخیز بحث وروسته ټول ګډونوال تفاهم ته ورسیدل.

غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی