د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۱۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې شل کاله مخکې رامنځته شوې اووه نفره په کې په قتل رسېدلي وو.
 دغه موضوع نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د موضوع طرفینو ته د سولې ترغيب وشو او دوی هم ومنله، په دې سره شل کلنه دښمني يې په دوستۍ بدله او رسماً يې موضوع پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۲
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ غونډه وشوه 

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په 1448/5/3هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

بیا په خبرونو کی