د کابل ښار د ابتدائیه محکمې په درېیم زون کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۱۱
د کابل ښار د ابتدائیه محکمې په درېیم زون کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۵ کال د صفرالمظفر میاشتې په ۷مه ، د کابل ښار د درېیم زون  ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي شکورالله (شاکر) په مشرۍ  او د یادې محکمې د دېوانونو د رئیس صاحبانو په ګډون د دې محکمې د ریاست په دفتر کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې دوسیو ته په چټکه توګه د رسېدنې او په دېوانونو کې کاري خنډونو ته  د حللارې پیدا کولو په موخه جوړه شوې وه؛ د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې د چټکتیا او آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه  تړاو وړاندیزونه شریک کړل او غونډه کې پرې بحث وشو، چې په پای کې د محترم مفتي (شاکر)صاحب لخوا د غونډې ګډونوالو ته لاندې لارښوونې وشوې:

1- کله چې فیصله د عضؤ محرر په واسطه ولیکل شي  باید د دېوان  رئیس لیکل شوې فیصله په دقیقه توګه وګوري او بیا يې د زون ریاست ته د تائید لپاره  وړاندې کړي.

۲- کومې دوسیې چې نوبت يې رسېدلی او تر کار لاندې وي، باید د سترې محکمې عالي مقام د دارالانشاء عمومي ریاست د متحدالمآل د هدایت په بنسټ د یوې نیمې میاشتې په جریان کې حکم پرې وشي او  په ټاکلې موده کې د نه حکم کېدو په صورت کې دې خپل مؤجه دلایل د زون ریاست ته وړاندې کړي .

۳- کله چې محکمې ته نوې عریضه یا هم دوسیه راوړل شي، د دېوان قاضي صاحب دې د دعوی دواړې خواوې محکمې ته وغواړي او مقدماتي غونډه دې جوړه او د اصول او مقرراتو له مخې دې اجراآت وکړي.

۴- د دې زون ټول قاضي صاحبان ، مفتي صاحبان ، محررین ، اداري کارکوونکي او خدماتي پرسونل مکلف دي چې پرته له اجازې له محکمې څخه د باندې لاړ نشي.

۵ – له مراجعینو سره باید ښه چلند وشي.

غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی