د کابل ښار د ابتدائیه محکمې په درېیم زون کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د ۱۴۴۵ کال د صفرالمظفر میاشتې په ۷مه ، د کابل ښار د درېیم زون ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي شکورالله (شاکر) په مشرۍ او د یادې محکمې د دېوانونو د رئیس صاحبانو په ګډون د دې محکمې د ریاست په دفتر کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې دوسیو ته په چټکه توګه د رسېدنې او په دېوانونو کې کاري خنډونو ته د حللارې پیدا کولو په موخه جوړه شوې وه؛ د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې د چټکتیا او آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه تړاو وړاندیزونه شریک کړل او غونډه کې پرې بحث وشو، چې په پای کې د محترم مفتي (شاکر)صاحب لخوا د غونډې ګډونوالو ته لاندې لارښوونې وشوې:
1- کله چې فیصله د عضؤ محرر په واسطه ولیکل شي باید د دېوان رئیس لیکل شوې فیصله په دقیقه توګه وګوري او بیا يې د زون ریاست ته د تائید لپاره وړاندې کړي.
۲- کومې دوسیې چې نوبت يې رسېدلی او تر کار لاندې وي، باید د سترې محکمې عالي مقام د دارالانشاء عمومي ریاست د متحدالمآل د هدایت په بنسټ د یوې نیمې میاشتې په جریان کې حکم پرې وشي او په ټاکلې موده کې د نه حکم کېدو په صورت کې دې خپل مؤجه دلایل د زون ریاست ته وړاندې کړي .
۳- کله چې محکمې ته نوې عریضه یا هم دوسیه راوړل شي، د دېوان قاضي صاحب دې د دعوی دواړې خواوې محکمې ته وغواړي او مقدماتي غونډه دې جوړه او د اصول او مقرراتو له مخې دې اجراآت وکړي.
۴- د دې زون ټول قاضي صاحبان ، مفتي صاحبان ، محررین ، اداري کارکوونکي او خدماتي پرسونل مکلف دي چې پرته له اجازې له محکمې څخه د باندې لاړ نشي.
۵ – له مراجعینو سره باید ښه چلند وشي.
غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.