د کابل په مرافعه محکمه کې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست اړوند یوه څانګه پرانیستل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۳:۵۳
د کابل په مرافعه محکمه کې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست اړوند یوه څانګه پرانیستل شوه


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په دویمه نېټه د کابل د مرافعه محکمې لپاره د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست یوه څانګه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د دعوت او ارشاد ریاست د یادې څانګې د پرانیستې په مناسب ناسته کې چې د کابل د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د مرافعه محکمې مسؤولینو، د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم الحاج حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي)، د یادو ادارو یو شمېر نورو مسؤولینو او کارکوونکو ګډون درلود.
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس محترم مفتي عصمت الله (برهان) د کابل ولایت په مرافعه محکمې کې د دعوت او ارشاد ریاست د یوې څانګې د جوړېدو په اړه وویل، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له امر سره سم په ټولو ادارو کې باید د عوت او ارشاد امریتونه، مدیریتونه او څانګې پرانیستل شي.
نوموړي زیاته کړه، موږ د دغه امر مطابق په ټولو مربوطه ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاست د څانګو په جوړېدو پیل کړی دی چې په دې جریان کې مو نن په مرافعه محکمه کې خپله څانګه پرانیستله.
د دعوت او ارشاد ریاست مدرس د دغه څانګې په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او وویل، دغه څانګه به د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب له مخې د دیني احکامو د تدریس او اصلاحي بیانونو په برخه کې فعالیت کوي.
دغه راز د کابل د مرافعه محکمې د مدني دېوان د تحریراتو مدیر محترم مولوي نورآغا (مدني) په دې اړه وویل، الحمدلله د خوشحالۍ ځای دی چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست اړوند څانګه دلته جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ.
نوموړي د دعوت او ارشاد ریاست له مسؤولینو مننه وکړه چې د یادې څانګې د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې یې ګډون درلود او له خپله اړخه یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست اړوند ټولو مدرسین او علماء کرام به د یاد ریاست د طرزالعمل له مخې د مربوطه ادارې کارکوونکونکو ته پر اصلاحي بیانونو سربېره د دیني احکامو تدریس کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی