د ننګرهار محاکمو په دوو اونیو کې (۳۳۰) دوسیې حل او فصل کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۹:۵۹
د ننګرهار محاکمو په دوو اونیو کې (۳۳۰) دوسیې حل او فصل کړې دي

په دغه راپور کې د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائيه محکمې او ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو د دوو اونیو (11 /8 /1444 هـ ق څخه تر23 /8 /1444 هـ ق نېټې) حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په یادو دوو اونیو کې د ننګرهار ولایت محاکمو ته (161) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (11) دوسیې مکتوبي اجراء شوې، د (79) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (35) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې د ننګرهار ولایت محاکمو ته (132) جزائي دوسیې راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (16) دوسیې مکتوبي اجراء شوې دي، د (31) دوسیو په اړه قضائي قرار صار شوي، (77) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې دوسیې ترکار لاندې دي.

په تجارتي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (71) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې په دې برخه کې کومه دوسیه نه وه موجوده.

له دې جملې څخه (6) دوسیې مکتوبي اجراء شوې، د (70) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (5) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی