د لوګر د استیناف محکمې رئیس د بر‌کي برک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۹:۵
د لوګر د استیناف محکمې رئیس د بر‌کي برک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه سفر وکړ

د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي روح الله عبدالسلام او د لوګر ولایت د استیناف محکمې د مدني دېوان رئیس محترم مولوي اکبرجان سعید په ۲۹/ ۷ / ۱۴۴۴ هــ ق نېټه د دغه ولایت د بر‌کي برک ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئیس بر‌کي برک ابتدائیه محکمې ته له رسېدو وروسته د حاضرۍ، اندراج، واردې او صادرې او رسیداتو کتابونه وکتل او مسؤولینو ته یې په يادو کتابونو کې د شته نیمګړتیاوو د سمون لارښوونه وکړه  .

ورپسې یې د یادې محکمې د قضائي اجراآتو (فیصلو، قرارونو او وثیقو) ځینې نمونې مطالعه کړې او په یادو برخو کې د لا دقت او شفافیت په موخه یې د ابتدائیه محکمې مسؤولینو ته لارښوونې وکړې.

نوموړي د یادې محکمې مسؤولینو ته توصیه وکړه چې خپلو دندو ته دې پابند اوسي، په قضائي اجراآتو کې دې د کار د کمیت تر څنګ د کار کیفیت ته هم توجه وکړي او کارونه دې د یوه منظم پلان له مخې ترسره کړي؛ تر څو کاري وخت په سالمه توګه مدیریت او مثبته نتیجه ولري.

په پای کې د استیناف محکمې رئیس د بر‌کي برک محکمې د مسؤولینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې  د امکان تر حده به د دوی ستونزې حل او غوښتنو ته به يې رسېدنه ورکړي.

د یادو سفرونو عمده موخه د محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه لیدنه، د شته نیمګړتیاوو حل، قضات خپلو دندو ته متوجه کول او له مرکز سره د ولسوالیو د اړیکو تقویه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۹
Background image

کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د
د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په ۲۴ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولايت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
محترم مفتي نصیب الله (طیب). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

بیا په خبرونو کی