د لغمان ولايت د استيناف محکمې رياست د غونډو په تالار کې اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۱:۳۱
د لغمان ولايت د استيناف محکمې رياست د غونډو په تالار کې اداري غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې اداري غونډه دائره شوه.

 ياده غونډه چې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس، د ښاري محکمې رئيس او د لغمان ولایت اړوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو محترمو قاضيانو، مفتيانو او محررينو ګډون کړی وو، د کلام الله مجید په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه.

ورپسې د غونډې رئیس ښاغلي مولوي عبدالله (فرقاني) ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې په اهمیت يې هر اړخیزه وینا وکړه، چې وروسته يې د غونډې ګډونوالو ته په لاندې موضوعاتو تأکید وکړ.

لومړی، دا کومې دوسیې چې د پورته محاکمو له خوا نقض شوي وي د هغو کړنو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

په دوهم پړاو کې هغه دوسیې چې د تاریخ له مخې محکمې ته مخکې راغلي وي باید ژر تر ژره حل او فصل شي.

درېیم دا چي هره دوسیه د هغه طرزالعمل مطابق لوړې محکمې ته واستول شي چې د سترې محکمې له خوا يې په متحد المآلونو کې ذکر شوی دی.

 د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې ستونزې واورولې چې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس له خوا ورته لازم هدایات ترسره شول.

 غونډه د دعائيه په ويلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی