د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۹:۳۵
د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام او د قضائي تفتیش د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په هدایت د محترم مولوي عبدالولي (محمود) په مشرۍ د دغه ریاست یوه پلاوي چې محترم مولوي عبدالبصیر (غزنوي) او محترم مولوي  جمعه ګل (منصف) یې غړیتوب درلود، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (۱۴)مه نېټه د لغمان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د سفر په پیل کې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره وکتل؛ ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د لغمان له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه یې له ځان سره نوټ او له اړوند محاکمو سره شریک کړل.

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو په اړه یې بشپړ معلومات واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د ښارې محکمې له رئیس صاحب سره شریک کړل، په دویم قدم کې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا،جلا توګه ورسره شریک کړل.

دغه راز مؤظف پلاوي د یاد ولایت د محاکمو له برحاله قضاتو څخه ظرفیتي ازموینه واخیسته، د محاکمو پر وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونو یې په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوی د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان میاشتې په ۲۳مه نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک و، پای ته ورساوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی