د فراه ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۳
د فراه ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په ٣٠مه نېټه د فراه ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد گل (صیاد) او ورسره مولوي محمد اسماعیل (منصور) د دې ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس، مولوي حبیب الرحمن ( نافذ ) د جزا ، دېوان مفتي، مولوي عبد الرحمن (منیر) د جزا دېوان محرر او د تحریراتو آمر شفیع الله (مدثر) يو ځاى د ياد ولایت د مرکزي عمومي محبس څخه ليدنه وکړه.

په ياده ليدنه کې د ماشومانو، نارينه وو، ښځينه وو او په نشه يي موادو روږدو له زندانونو څخه ليدنه وشوه، د يادې ليدنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د ماشومانو بندياتو شمېر (۶۰) تنه، د نارينه وو شمېر (٢٠٠) تنه او د ښځينه وو شمېر (٤٠) تنه ده. په ياده ليدنه کې له ټولو بنديانو څخه پوښتنې وشوې، د مسٶلينو له برخورد او رفتار څخه تر ډېره حده خوښ او راضي وو، د کومو بنديانو چې دوسيې نه وي راغلي دوسيې يې مرافعه محکمې ته وغوښتل شوې، د کومو بنديانو چې د قيد موده زياته وو د ځانګړې ترحم او شفقت له مخې يې دوسيې د جنوب غرب زون د تميز عالي مقام ته ولېږل شوې.

د يادې ليدنې په پاى کې د ټولو بنديانو ستونزې واورېدل شوې، د زندان مسٶلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او د زندان د آمر هڅې د بنديانو د اصلاح او رفتار په برخه کې وستايل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی