د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات فاریاب ولایت ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۹:۱۰
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات فاریاب ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه‌الله او د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) د یوه قضائي پلاوي په ملتیا ولایتونو ته د سفر په دوام په ۸/۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټه فاریاب ولایت ته سفر وکړ.

شیخ صاحب حفظه الله د دغه سفر پر مهال د فاریاب استیناف محکمې ریاست ته له تګ وروسته د دغه ولایت د مقام په تالار کې د مرافعه محکمې له رئیس، محترم والي، محترم مرستیال والي، د محاکمو له قاضي صاحبانو او د یاد ولایت له اوسېدونکي سره وکتل.

محترم شیخ صاحب حفظه‌الله د دې کتنې پر مهال قاضیانو او د ناستې ګډونوالو ته په خطاب هدایت او توصیه وکړه چې خپلې اړوند چارې دې پر ټاکلي وخت ترسره کوي.

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات حفظه‌الله وویل، قضات باید د اسلامي شریعت او سترې محکمې د عالي مقام د هدایاتو او اوامرو مطابق د عدالت د تامین برخه کې خپل لوی مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي، هڅه دې وکړي چې د مراجعینو دوسیو ته پر وخت اصولي رسېدنه وکړي او له خلکو سره دې ښه تعامل او غوره اخلاق وکړي، د مراجعینو له ځورولو څخه دې په جدي ډول ځان وساتي.

محترم قضات دې هر وخت هغه اصول، مقررې او متحدالمآلونه چې د سترې محکمې له لارې دوی ته استول کېږي په غور او دقت سره مطالعه او ځان دې پرې پوه کړي، هڅه دې وکړي چې محاکمو ته راجع شوو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي او تر اجراآتو وروسته یې اړوند مراجعو ته ولېږي.

شیخ صاحب حفظه الله زیاته کړه، محترم قضات باید په خپل منځ، او له نورو ادارو سره لازمه همغږي ولري.

د فاریات ولایت د استیناف محکمې رئیس د سترې محکمې له محترم رئیس او قاضي القضات حفظه‌الله او ورسره مل قضائي پلاوي څخه دغه ولایت ته د سفر په پار مننه وکړه، د عالي مقاماتو د هدایاتو عملي کول یې حتمي او لازمي وبلل.

یاده ناسته د ګډونوالو له خبرو او وړاندیزونو اورېدو وروسته د خیر او فلاح په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی