د سترې محکمې رئیس او قاضي القضاة پکتیا ولایت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۴:۴۵
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضاة پکتیا ولایت ته سفر وکړ

نن چهارشنبه (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم میاشتې ۱۶مه نېټه) د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئيس او قاضي القضاة محترم شیخ عبدالحکیم «حقاني» صاحب پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د مرافعه محکمې له قضائي او اداري منسوبینو سره د یادې محکمې د غونډو په تالار کې وکتل.

د غونډې په پیل کې د پکتیا د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امان الله «حقاني» د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضاة صاحب او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او پکتیا ولایت ته د دوی له سفر یې مننه وکړه.

قاضي القضاة محترم شیخ «حقاني» صاحب د پکتیا ولایت د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي او اداري کارکوونکو ته د محاکمو پر قضائي او اداري چارو رڼا واچوله، د محاکمو او نورو اړوند ادارو تر منځ پر همغږۍ، په محاکمو او دواوینو کې د چارو پر شفافیت او قضائي چارو ته  د جدي پاملرنې په اړه  تفصیلي او ګټورې خبرې وکړې.

شیخ صاحب د ناستې ګډونوالو ته ټینګار وکړ چې تل د اصولو پابند اوسئ، که اصول مراعت کړئ، هیڅکله به له ستونزو سره مخ نشئ او د مشکل د رامنځته کېدو په صورت کې اصولو ته په کتو سره مشکل حل کړئ.

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضاة محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب تر تفصیلي وینا وروسته د پکتیا د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امان الله «منقاد حقاني» د پکتیا د محاکمو ستونزې له ښاغلي قاضي القضاة صاحب سره شریکې کړې.

د ناستې په دوام د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئيس محترم مفتي حزب الله «ابراهیمي»، د پکتیا زون د نظامي ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالهادي «همت» او د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي محمدرحیم «نعماني» خبرې وکړې او خپل نظرونه یې د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.

یاده ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی