د سترې محکمې د جزاء دېوان عمومي ریاست قضائي پلاوي د هیواد څلورو ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۲۸
د سترې محکمې د جزاء دېوان عمومي ریاست قضائي پلاوي د هیواد څلورو ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د مرکزي تمیز اړوند د جزاء دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله دروېش صاحب په مشرۍ د دغه ریاست څلور کسیزه قضائي پلاوي چې، محترم مفتي عبدالحی صاحب، محترم مفتي محمد سلیم صاحب او محترم مفتي سیداحمد مزمل صاحب یې غړیتوب درلود په ۱۹ /۸ /۱۴۴۴ هـ ق نېټه د هیواد څلورو ولایتونو (بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب) ته د جنائي او جزائي موضوعاتو اړوند قضایاوو د څېړلو په موخه سفر وکړ.

د سترې محکمې د جزاء دېوان ریاست دغه پلاوي یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال د جنائي او جزائي موضوعاتو اړوند شاوخوا ۱۸ دوسیې وڅېړلې، د قضیو طرفین یې د اړوند ولایت استیناف محاکمو ته راوغوښتل او له هغوی څخه یې تحقیقات ترسره کړل.

پر دې سربېره د جزاء دېوان عمومي ریاست قضائي پلاوي د یادو څلورو ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه او د جزائي موضوعاتو اړوند بندیانو څخه یې د دوی د برخلیک، محاکمو ته د زندانیانو د قضایاوو د راجع کېدو او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو جلا، جلا پوښتنې وکړې.  

د ولایتي زندانونو جزائي بندیانو د سترې محکمې د جزاء دېوان له قضائي پلاوي څخه خوښي څرګنده کړه او له دوی یې مننه وکړه چې له نږدې یې د زندانیانو د وضعیت او حالت په اړه پوښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د زابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د ياد رياست ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په  ۲۰/ ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي بلخ زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې الحاج مفتي محمد (عمري) او الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول. . .

بیا په خبرونو کی