د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره  د شمس فاروقي  لوژستیکي خدمتونو شرکت  سره چې د جواز شمېره یې (۸۴۵۹۷) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت د ریشخورو فامیلیو په دوهم تم ځای کې موقعیت لري،د (۱۲۱۳۶۰۰)یومیلیون او دوه سوه دیارلس زره او شپږ سوه افغانۍ په قېمت سره د (۱۶۴۰۰) کیلو اوبلن ګاز د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې پدې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي  په لیکلي ډول  د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو  پورې د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو  او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۵۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د نصیر سلطان زوی ساختماني او لوژستیکي شرکت سره چې د جواز . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۰
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د "جان محمد بابرزي تجارتي او لوژستیکي خدمتونو شرکت" سره چې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز شمېره یې (D-37126 . . .

Back to announcements